<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار جاوېد بشارت د خپل کاناډایي سیال ير وړاندې ماته وخوړه.</p>
<p style="text-align: justify;">بشارت تېره شپه په یواېفسي «UFC» سازمان کې په ۶۱ کیلوګرامه وزن له خپل کاناډایي سیال ایمن ذهبي سره د لوبې میدان ته ننوت چې په پای کې د داورانو د امتیاز په توپیر له ماتې سره مخ شو.</p>
<p style="text-align: justify;">د راپورونو له مخې، دا د جاوېد بشارت ۱۶مه سیالي وه.</p>
<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو سیالیو بل ورزشکار عبدالعظیم بدخشي به هم د روانې مارچ میاشتې په ۹مه له خپل هندي سیال سره سیالي وکړي.</p>