فراه ښار (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): فراه کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو ځل بیا پر نشهیي توکو د روږدو کسانو ټولولو کمپاین پيل کړی دی.

د فراه د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي محمدنسیم جهادمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار یو ځل بیا په فراه ښار او ولسوالیو کې پر نشهیي توکو د روږدو کسانو ټولولو کمپاین پيل شوی دی.

هغه وویل چې په دغه کمپاین کې تر اوسه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې پر نشهيي توکو اخته کسان نیول شوي دي.

نوموړی وايي چې د دغو کسانو د درملنې لپاره ځانګړی ځای جوړ شوی او تر هغه په کې ساتل کېږي چې روغتیايي حالت یې ښه شي.

ورته وخت کې د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدري پژواک ته وویل چې دغه کمپاین تر هغې دوام کوي څو له ښار او ولسوالیو ټول معتادین راټول شي.

بل لور ته، خلک هم د حکومتي مسوولینو د دغه اقدام ستاینه کوي.

د فراه یوه اوسېدونکي ګلاحمد پژواک ته وویل چې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو ټولول او د هغوی درملنه یو نیک او پر ځای کار دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې دغه کسان باید تر هغې وساتل شي څو يې په سمه توګه درملنه نه وي شوې.

په فراه ښار کې پر نشهيي توکو یوه روږدي ابراهیم پژواک ته وویل چې له تېرو لسو کلونو راهیسې نشهيي توکي استعمالوي.

هغه وايي، که دا ځل یې درملنه وشي نور به هیڅکله هم نشهيي توکي استعمال نه کړي.

د یادونې ده، له دې مخکې پلازمینې کابل او نورو ولایتونو کې هم پر نشهیي توکو د روږدو کسانو د ټولولو کمپاینونه ترسره شوي دي.