کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پنځو ملي او نړۍوالو موسسو سره د څه باندې ۲،۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اووه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
یاد هوکړهلیکونه د افغانستان د عدالت څار، د بشري مرستو همغږۍ، د یونیسکو ملي فدراسیون او د افغانستان لاس په لاس له موسسو او د ژغورنې نړۍوالې کمېټې سره لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دینمحمد حقبین او د یادو موسسو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.
د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو مسوول حدیدالله وزیري د هوکړو لاسلیک مراسمو کې وویل، له پنځو ملي او نړۍوالو مؤسسو سره یې د څه باندې ۲،۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اووه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
هغه زیاته کړه، یادې موسسې به د دغو هوکړهلیکونو له مخې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د ۳۹۶۰ ماشومانو ترڅنګ ۴۱۴۰ کسانو ته د حرفوي زدهکړو، کارموندنې او بشري مرستو برخو کې خدمات وړاندې کړي.
د هغه په خبره چې یادې مرستې او خدمات به په هرات، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیا، لغمان نورستان او پنجشېر ولایتونو کې خلکو ته وړاندې شي.
د یاد وزارت اداري مرستیال مولوي دینمحمد حقبین له موسساتو وغوښتل چې په افغانستان کې داسې پروژې پلې کړي څو له لارې یې افغانان له بېوزلۍ خلاص شي او دغه راز د نساجۍ، روغتیا او رغنیزو پروژو برخه کې هم له افغانانو سره همکاري وکړي.
دی وايي چې د یوه هېواد پرمختګ په عصري علومو پورې تړلی خو په افغانستان کې د صنعتي برخې زدهکړو مرکزونه نشته.
نوموړي یادو موسسو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه موسسو ته په خطاب کې وویل چې د اسلامي امارت د ټولو اصول په پام کې نیولو دې خپل فعالیتونه ترسره کړي.
دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمدزاهد وویل، په ټول افغانستان کې د حرفوي زدهکړو ۵۲ فعال مرکزونه دي چې هر کال له ۱۷ تر۲۰ زره کسان ترې فارغېږي او هڅه روانه ده چې دغه ډول مرکزونه په ولسوالیو او کلیو کې هم جوړ کړي.
دغه راز د موسسو په استازیتوب د ژغورنې نړۍوالې کمېټې استازي ضياءالله صدیقي وویل: «هره موسسه، هره اداره توانېدلې چې تر اوسه د خپل توان تر بریده د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د مرستو رسولو دا لړۍ به دوام ولري.»
هغه زیاته کړه چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې تل د اصولو په رڼا کې فعالیت کړی او په خبره يې چې دغه مؤسسه به خپلې ټولې چارې د نافذه اصولو په چوکاټ کې ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان لمریز کال د تېرې سلواغې میاشتې په ۱۸مه هم له ۱۹ موسسو سره د څه باندې ۱۰،۶ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړي وو.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن