لښکرګاه (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): ستره محکمه وایي، په هلمند ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو څلورو کسانو ته په عام محضر کې تعزیزي سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد څلور تنه پر لواطت، غلا او نامشروع اړېکو تورن وو.
سرچینې لیکلي چې د یادو متهمینو په تړاو د اړوند محکمې فیصلې تر قطعي کېدو وروسته د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست او د سترې محکمې د قضایي معاونیت له خوا هم تایید شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په میدانوردګو ولایت کې هم لسو کسانو ته تعریزي سزا ورکړل شوې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن