Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د بزګر ورځ ونمانځل شوه

[restrict paid="true"]

جلال‌اباد (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د جلال‌اباد ښار سراج العمارت بڼ کې د بزګر ورځ د یوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مراسمو کې د دغه ولایت ځینو چارواکو او بزګرانو ګډون کړي وو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وويل، دا چې د هېواد تر ټولو ستر اقتصاد د کرنې له برخې ترلاسه کېږي، نو د کرنې وزارت خپلو بزګرانو او کروندو ته ځانګړې پاملرنه لري.

هغه زیاته کړه، د کرنې ریاست د بزګرانو، باغ لرونکو او مالدارانو خدماتو ترڅنګ د اوبو د کوچني ډیمونو جوړولو چارې هم پیل کړې او په ټولو ولسوالیو کې یې زرګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړي دي.

د کرنې رییس وویل چې د ډول ډول حیواناتو او چرګانو فارمونو جوړولو ترڅنګ د بوټو او نیالګیو قوریې جوړې شوي او د غصب مخنیوی شوی،‎ تراوسه ۶۴ میلیون افغانۍ عواید د دولت خزانې ته تحویل شوي دي.

په دې غونډه کې د ولایت مقام په استازولۍ مولوي صدیق‌الله صدیقي په خپلو خبرو کې د ټولو بزګرانو د زیار او کار ستاینه وکړه او هم یې له کرنې ریاسته مننه وکړه چې دوی ته د هر ډول لازمو امکاناتو برابرولو هڅې کوي.

دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنې برخې وسایل او وسایط نندارې ته وړاندې شول او د یو شمېر ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې هم ترسره ‎شوې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.