غزنيښار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یوې نجلۍ یو څلور کلن ماشوم وژلی دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي وایي، نن له غرمې مخکې د واغظ ولسوالۍ اړوند په شمشېر کلا کې یو څلور کلن ماشوم د همدغه کلي د یوې یوولس کلنې نجلۍ له لوري د ډبرو په ګوزارونو وژل شوی دی.
نوموړي وویل، د یادې ولسوالۍ امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او یاده نجلۍ او د هغې پلار یې د ماشوم د قتل په تور نیولي دي.
هغه زیاته کړه، د پېښې په اړه ډېر معلومات نشته خو له پلټنو وروسته به ډاګه شي.
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن