Language

ننګرهار کې يوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زېږولي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د جلال‌اباد سیمه‌ییز تخصصي روغتون کې یوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زیږولي چې څلور هلکان او یوه نجلۍ ده.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست ویاند نقيب‌الله رحيمي د کب په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د جلال‌اباد ښار حوزوي تخصصي روغتون د نسايي ولادي څانګه کې يوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زېږولي دي.
هغه زياته کړه، د روغتون د ډاکټرانو په وینا، د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د کوچنیان د نويو زیږیدلو ماشومانو څانګه کې تر جدي څارنې لاندې دي.
د نوموړي په وينا، دغه مېرمن د جلال‌اباد ښار پنځمې ناحیې اوسېدونکې ده او ماشومانو کې يې څلور هلکان او يوه نجلۍ ده.
له دې څه موده وړاندې هم جلال‌اباد حوزوي روغتون کې يوې مور څلور ماشومان په یو ځل زېږولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.