ژبه

فراه کې ۳۶۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او له منځه وړل شوي

فراه‌ښار (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د فراه امنیه قومانداني وايي چې په بکوا ولسوالۍ کې ۳۶۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې نن د فراه امنيې قوماندانۍ له لوري رسنیو ته استول شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د بکوا ولسوالۍ په شاګي او چګیدي سیمو کې ۳۶۰۰ نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

سرچینه وايي چې پولیسو ترلاسه شوي یاد نشه‌يي توکي په سیمه کې سوځولي دي.

خبرپاڼې د یادو توکو نوعیت په اړه جزئيات نه دي ورکړي.

سرچینه کې دغه راز راغلي چې په یادو سیمو کې څلور جریبه کوکنارو هم اړول شوي او په تړاو یې ۷ کسان نیول شوي دي.

ورته موضوع