Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل شوې

لښکرګاه ( پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲ ) : د هلمند د مرکز لښکرګاه په مرکزي لوبغالي کې د دغه ولایت د کرکټ امریت له لوري د روژې میاشتې په مناسبت د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل شوې.

د هلمند ولایت د کرکټ آمر محمد ذاکر عمري پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ پرون مازدیګر پیل شوې چې هره ورځ به دوې لوبي ترسره کېږي.

نوموړی زیاته کړه د  پیل شوو سیالیو لومړۍ لوبه د نوري او عمري لښکر لوبډلو تر منځ وه چي نوري لوبډلی مقابلې لوبډلې ته ۱۲۰ منډو هدف وټاکه چې پوره یې نه کړ او د ۴۳ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دویمه سیالي د صمیم  او هلمند بازان لوبډلو تر منځ وشوه چي صمیم لوبډلې هلمند بازان ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه خو هلمند بازانو یاد هدف پوره نه کړ او د ۴۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د هلمند کرکټ امر دغه‌راز وویل، یاد امریت تل هڅه کوي چي د دغه ولایت د کرکټ لوبغاړو لپاره بېلابېل ټورنمنټونه ترتیب کړي څو له یو بل سره د خپلو تجربو د شریکولو ترڅنګ خپلې وړتیاوې لا قوي کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.