ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ترافيکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

پکتيا کې د ترافيکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
23 Mar 2024 - 20:30
پکتيا کې د ترافيکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
23 Mar 2024 - 20:30

[restrict paid="true"]

ګردېز (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د پکتيا امنیې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د دغه ولایت د مرکز ګردېز ښار دويمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې په ترافيکي پېښه کې د يوې کورنی څلورو غړو ته‌ مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د امنيې قومانداني وياند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د کابل -ګردیز پر عمومي سړک شوې ده.

ځدراڼ زياته کړه، يو الټو موټر د ډېر سرعت له امله له سړکه وتلی او د برېښنا له پايې سره لګېدلی دی.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ یو کس مړ او درې کسان چې په کې مور او دوه لوڼې یې دي، ټپیانې شوې دي.

ده وویل، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي خو د هغوی روغتیایي وضعیت په اړه یې معلومات نه درلودل.

پرون په بدخشان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه شوي وو.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، د پژواک راپورونو له مخې د ۱۴۰۲ کال پر مهال په ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله شاوخوا پنځه زر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.