ژبه

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله نهه کسان ټپیان شوي

<p style="text-align: justify;">پلخمري (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالي کې یو ۵۸۰ مسافروړونکی موټر له غره سره لګېدلی او نهه کسان په‌کې ټپيان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د بغلان امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار د خنجان ولسوالۍ اړوند د شمالي سالنګ په چهارمغزک ګولايي کې یو ۵۸۰ مسافروړونکی موټر له سړک په وتو له غره سره لګېدلی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینه وايي، په پېښه کې ۹ کسان ټپیان شوي چې د ځايي پولیسو له لوري د خنجان ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته وړل شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">خبرپاڼه کې د پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دغه ډول پېښې ډېر کله د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ او د سړکونو خرابوالي له امله کېږي.</p>

ورته موضوع