<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې د کندهار میرویس روغتون سره یې د ۸۵ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">د روغتیا نړۍوال سازمان تېره ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دغو مرستو کې د بېړنیو مرستو بستې، د غیرساري ناروغیو او عملیاتو او پانسمان تجهیزات شامل دي.</p>
<p style="text-align: justify;">دغه سازمان ویلي چې د کندهار میرویس روغتون په سوېلي حوزه کې لږ تر لږه شپږ میلیون کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.</p>
<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د سعودي عربستان ملک سلمان خیریه بنسټ هم ژمنه کړې وه چې د افغانستان بشري صندوق سره به ۱،۱ میلیون ډالره مرسته کوي.</p>