ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټکسي رنګ بدلولو لړۍ؛ ننګرهار کې تر اوسه تر ۵۰۰ ډېر موټر رنګ شوي

د ټکسي رنګ بدلولو لړۍ؛ ننګرهار کې تر اوسه تر ۵۰۰ ډېر موټر رنګ شوي

author avatar
2 Apr 2024 - 14:03
د ټکسي رنګ بدلولو لړۍ؛ ننګرهار کې تر اوسه تر ۵۰۰ ډېر موټر رنګ شوي
author avatar
2 Apr 2024 - 14:03

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ټکسي موټرو رنګ بدلولو لړۍ پیل شوې چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ موټر رنګ شوي دي.

د ټکسي ‌چلوونکي وايي چې د رنګ لپاره ټاکل شوې پیسې ډېرې دي خو د ننګرهار د ترافيکو مديریت ويلي چې د رنګ بدلولو دغه نرخ یوازې د ننګرهار نه، بلکې د ټول هېواد لپاره دی.

د ترافیکو عمومي ریاست د ۱۴۰۲ کال په لومړيو کې د ټکسي موټرو لپاره ځانګړی فېروزه‌يي رنګ غوره کړ چې د بدلولو لړۍ یې د همدغه کال په تله مياشت کې په کابل او لېندۍ کې په ننګرهار کې پیل شوه.

ټکسي موټرو ته د نوي رنګ ورکولو قرارداد د استاتیک په نوم یوه شرکت اخیستی چې له څو میاشتو راهیسې یې په ننګرهار کې هم ځانګړې څانګې فعاليت پيل کړی دی.

ننګرهار کې د دغه شرکت مسوول محمدجاوېد محمدي وايي، د ټکسي رنګولو چارو له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا اووه زره او ننګرهار کې ۵۶۰ ټکسيانې رنګ شوې دي.

هغه زياته کړه، له هر ټکسي چلوونکي د رنګ ۹۱۱۰ افغانۍ اخیستل کېږي او د موټر د رنګ چارې یې په پنځو کاري ورځو خلاصېږي.

د جلال‌اباد ښاريان هم دې لړۍ ته خوښ دي او وايي چې دغه کار د امنيت په ټینګښت کې موثر تمامېږی.

د دغه ښار اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل: «مخکې ډېری شخصي موټر د ټکسي په بڼه چلېدلی، سپرلي به یې پورته کړل، لاره کې به یې ترې پیسې او مبایلونه واخیستل او نور به یې ښکته کړ؛ اوس ټکسي موټر دولت سره راجستر کېږي، ځانګړی رنګ هم لري، خلک به په ارام سره سفر کوي.»

خو یو شمېر ټکسي‌چلوونکي بیا سره له دې چې د ټکسي ځانګړي رنګ ته خوښ دي، خو وايي، د رنګ بدلولو لګښت لوړ دی.

ذاکرالله چې خپل ټکسي موټر یې د رنګولو لپاره دغه شرکت ته راوستلی، وايي، پيسې یوازې د رنګ په نوم اخیستل کېږي خو د موټر د داغ‌ګیري او استر کولو لګښت هم چلوونکی ورکوي.

ننګرهار کې د استاتیک شرکت مسوول وايي، که څه هم نرخ د حکومت او شرکت د ګډې هوکړې له مخې ټاکل شوی خو بیا به هم د موټرچلوونکو شکايت تر خپلو مسوولينو ورسوي.

بلخوا د ننګرهار د ترافيکو مديريت مسوولين هم په دغه ولايت کې د ټکسي موټرو رنګولو لړۍ پیلېدل تاييدوي او وايي، نرخ هم د رنګ کیفيت ته په کتو مناسب ټاکل شوی دی.

د ترافيکو مدير ملا نورجهان جواد شېرزاد وویل: «د مشرتابه له خوا نرخ ټاکل شوی نو فکر به یې ورته کړی وي؛ ځکه دا پیسې هم بیت‌المال ته ځي او هم شرکت ته.»

د يادونې ده، مخکې په افغانستان کې د ټکسي موټرو رنګ سپين او زېړ و خو د ترافیکو عمومي ریاست د پرېکړې له مخې، اوس یې د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.