ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۲ افغان کډوال مړه شوي

ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۲ افغان کډوال مړه شوي

author avatar
5 Apr 2024 - 15:12
ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۲ افغان کډوال مړه شوي
author avatar
5 Apr 2024 - 15:12

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په ترکیه کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۲ افغان کډوالو ژوند له لاسه ورکړی، یو شمېر نادرکه او څلور کسان ژغورل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د ترکیې په چناک کلا ولایت کې شوې خو د وخت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

سرچینې لیکلي چې په کښتۍ کې ټول ۴۶ کسان سپاره وو چې ۲۲ افغان کډوال مړه شوي، یو شمېر نادرکه او څلور کسان ژغورل شوي دي.

د کډوالو وزارت د ترکیې هېواد مسوولینو او ژغورن‌ډلو غوښتنه کړې چې په دې پېښه کې د نادرکه افغانانو موندلو لپاره هڅې وکړي.

یاد وزارت دغه راز له خلکو غوښتي چې نورو هېوادونو ته له کډوالۍ ډډه وکړي او د هغو د ابادولو پر ځای خپل هېواد اباد کړي څو په راتلونکي کې د دې ډول غمیزو مخه ونیول شي.

خبرپاڼه کې دغه راز له ټولو هغو افغانانو چې په نورو هېوادونو کې مېشت دي، هم غوښتنه شوې چې بېرته خپل هېواد ته راشي او ارام ژوند وکړي.

اروپا ته د ښه او خوندي‌ ژوند په لټه کې د ډېری افغان کډوالو د تګ لاره ايران او بيا ترکيه ده خو د افغان کډوالو ډوبېدو دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستيو کې د ترکیې په توقيف‌خونو او کمپونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.