اسعداباد (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۳): د کونړ امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه یې په څوکۍ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، ګډو امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په سپیدار تنګي سیمه کې د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو بل یې ژوندی نیول دی.
هغه زیاته کړه، نیول شوی کس اوسمهال تر لومړنیو پوښتنو لاندې دی.
د دهقان په خبره، له یادو کسانو څخه دوه میله وسله هم ترلاسه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP