ژبه

د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان او تاجکستان پولې ته پوځي تجهیزات لېږي

خواجه نصیراحمد صدیقی

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۱

Views: ۲۱

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د ټولیز امنیت تړون سازمان سرمنشي وایي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا لپاره د اړتیا وړ وسلو او پوځي تجهیزاتو نوملړ وروستی شوی او ټاکل شوې چې لومړنۍ جوپه یې د روان کال په مني کې تاجکستان ته وسپارل شي.

تاجکستانۍ رسنۍ «KÖZ News» د روسیې ټاس خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې طلعت‌بیک ماسادیکوف، د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) سرمنشي، دا څرګندونې کړې دي.

ماسادیکوف ویلي، د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره به لومړنۍ د وسلو او تجهیزاتو جوپه د روان کال په مني کې وسپارل شي او د اړتیا وړ وسلو او تجهیزاتو پر نوملړ هم هوکړه شوې ده.

هغه ویلي، د افغانستان او تاجکستان د پولې امنیت یوازې د تاجکستان لپاره نه، بلکې د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولو غړو هېوادونو لپاره مهم دی.

نوموړي زیاته کړې: «که خدای مه کړه هلته کومه پېښه رامنځته شي، دا به یوازې د تاجکستان ستونزه نه وي، بلکې د سازمان د ټولو غړو او د ګډو هېوادونو د خپلواکو دولتونو د ټولنې د نورو غړو ستونزه به هم وي.»

د دغه سازمان سرمنشي ویلي چې روسیه تاجکستان ته د وسلو او تجهیزاتو په برابرولو کې اساسي رول لري.

د راپور له مخې، افغانستان او تاجکستان څه باندې یو زر او ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري چې ډېره برخه یې د پنج سیند په اوږدو کې پرته ده او تاجکستان د افغانستان له څلورو شمال‌ختیځو ولایتونو سره ګډه پوله لري.

د ټولیز امنیت تړون سازمان په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره پنځه کلن پروګرام تصویب کړ. د دغه پروګرام موخه د پولې کنټرول پیاوړی کول، د زیربناوو ښه کول او د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته په عصري امنیتي وسایلو سمبالول بلل شوي دي.

د دغه پروګرام لومړی پړاو په ۲۰۲۵ کال کې پیل شو او د همدې کال تر پایه د تاجکستان لپاره د اړتیا وړ پوځي تجهیزاتو اندازه مشخصه شوه. د راپور له مخې، د دغو تجهیزاتو د احتمالي برابرولو په اړه له روسیې، بېلاروس او قزاقستان سره هم هوکړه شوې ده.