ژبه

غزني کې د یوه کور چت پرېوتو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني‌ښار (پژواک، ۲ غویي ۱۴۰۳): سېمه‌ییز مسوولین وایي، د غزني ولایت په ناور ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې یوه ماشومه وژل شوې او درې تنه نور ژوبل شوي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن د ناور ولسوالۍ ببري‌ کلي کې شوې ده.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې یوه اووه کلنه ماشومه وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون درې تنه نور ژوبل شوي دي.

سرحدي وایي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د تېرې وري میاشتې په ۲۹ مه ویلي و چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله په ټول افغانستان کې ۷۰ تنه مړه، ۵۶ نور ټپیان او څه باندې ۲۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.