ایبک (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): سمنګان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د صوفي کلا لویې لارې مربوطاتو کې یو ماشوم له تښتوونکو ژغورل شوی دی.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ مازدیګر مهال یو ماشوم د ایبک ښار له مربوطاتو تښتول شوی و.
نوموړي زیاته کړه چې پولیس وتوانېدل د نیم ساعت په جریان کې ماشوم له تښتوونکو وژغوري او بېرته یې کورنۍ ته وسپاري.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند په خبره، د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی او موضوع د پولیسو تر جدي څېړنې لاندې ده.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن