کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، په میدانوردګو او لوګر کې له ۳۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په غزني کې له پاکستانه راستنو شوو ۱۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې له ۱۲ سوه بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه راز د میدانوردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي وحیدالله راشد هم وایي، په دغه ولایت کې له ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یوه بل خبر له مخې، د غزني ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې له پاکستانه راستنو شوو ۱۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د غزني والي حافظ امینجان عمري نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې یاده مرسته د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت له مخې شوې او هرې کورنۍ ته یې د هر غړي پر سر دوه زره افغانۍ ورکړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن