ګردېز (پژواک، ۱۲ غويی ۱۴۰۳): د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال وايي چې اسلامي امارت هڅه کوي، د نظري زدهکړو ترڅنګ پوهنتونونو کې عملي زدهکړو ته هم زمینه برابره کړي.
دغه څرګندونې د لوړ زدهکړو وزارت مرستیال لطفالله خیرخواه د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د نړۍوالې جایزې ګټوونکي ډاکټر بسمالله شیوامل په ویاړ جوړې شوې غونډې ته وکړې.
خیرخواه د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته وویل چې یو شمېر هېوادونه د افغانستان د علمي فرصتونو او پرمختګونو پر وړاندې خنډونه جوړوي خو اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوې چې دغه کار وکړي.
هغه وویل که څه هم حکومت له ډېرو بندیزونو او د بودجې له کسر سره مخ دی خو بیا هم د لوړو زدهکړو برخه کې ډېره بودجه لګوي.
خیرخواه له ټولو بهر مېشتو افغان عملي کدرونو او استادانو غوښتنه وکړه چې هېواد ته راستانه شي او اسلامي امارت به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
په دې غونډه کې ډاکټر بسمالله شیوامل وویل، په پوره توان هڅه کوي چې د طب د محصلینو لپاره سیمنارونه جوړ او په دغه برخه کې پرمختګونه ور سره شریک کړي.
ده وویل، کوښښ کوي چې له نورو عملي کدرونو او استادانو سره یوځای د افغانستان پرمختګ او ښېګڼې لپاره کار وکړي.
د یادونې ده چې ډاکټر بسمالله شیوامل څه موده وړاندې په جرمني هېواد کې د لیوناردو شوایبر نړۍواله جاېزه ترلاسه کړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن