Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او چینایي چارواکو د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست او په کابل کې د چین سفیر د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد په کابل کې د چین له سفیر چاوشینګ سره وکتل.

سرچینې لیکلي، مجاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي همکارۍ یو مثبت ګام ياد کړ او ویې ویل، افغانستان او چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت برخه کې څرګند مشترکات لري او د چین له خوا په افغانستان کې پانګونې او اقتصادي پروژو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي محمدیعقوب مجاهد د چین سفیر ته د امنیت ټینګښت برخه يو ځل بيا ډاډ ورکړ.

ملي دفاع وزارت لیکلي، دغه راز د چین سفیر په افغانستان کې سرتاسري امنیت د اقتصادي او سوداګریزو پروژو له لپاره یو مهم فرصت ياد کړ او زیاته یې کړه چې چین له سیاستونو سره د نه مداخلې، خپلو تاريخي همکاریو ته دوام ورکوي او په تجارتي او اقتصادي مسایلو کې همکاري کوي.

خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي،‎ دواړو لورو د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه د نظر تبادله وکړه.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.