Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان برېښنا شرکت تېر کال ۴۳ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې تېر کال یي د یو میلیارد او ۲۸۲ میلیون افغانیو په ارزښت ۴۳ پروژې پلې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت نن په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د دغه شرکت د تېر یوه کال فعالیتونه او لاسته‌رواړنې له رسنیو سره شريکې کړې.

په یاده غونډه کې د برېښنا شرکت ویاند حمکت‌الله میوندي وویل، تېر کال ۱۰۴ بېلابېلو پروژو چې د حرارتي دستګاوو لپاره د تېلو، برېښنایي تجهیزاتو او له تدارکاتي پلان سره سم د برېښنا اړوند موادو چمتو کول په کې شامل دي، د درې میلیارد او ۳۴۱ میلیون افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.

نوموړی وایي، تېر ۱۴۰۲ کال کې د یو میلیارد او ۱۷۱ میلیون افغانیو په ارزښت د اجناسو ۲۶ پروژې، د ۶۵ میلیون افغانیو په ارزښت نهه ساختماني پروژې او د ۴۶ میلیون افغانیو په ارزښت د غیرمشورتي خدمتونو ۸ پروژې بشپړې او پلې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې ازبکستان ته ۱۰۵ میلیون ډالر، تاجکستان ته ۷۱ میلیون ډالر، ترکمنستان ته ۶۴ میلیون ډالر او ایران ته ۴۸ میلیون ډالر د وارداتي برېښنا له درکه ورکړل شوي دي.

میوندي وویل چې تېر کال یې له داخلي کمپنیو هم د ۳۶ میلیون ډالرو په ارزښت برېښنا پېرلې ده.

نوموړی وایي چې د روان ۲۰۲۴ کال لپاره هم له تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران هېوادونو سره د وارداتي برېښنا تړونونه عځول شوي دي.

په ياده غونډه کې د برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني وويل چې د کاسا زر پروژې پاتې چارو بشپړولو په اړه یې د نړۍوال بانک له مشرتابه سره خبرې کړې او په دې برخه کې یې تړون هم ورسره لاسلیک کړی دی.

نوموړی وایي، مخکې د کاسا زر پروژې ۷۲ سلنه کارونه ترسره شوي او ۲۸ سلنه پاتې چارې به یې هم په لنډ وخت کې پیل شي.

دی زیاتوي، د کابل د ده سبز تره‌خېلو سیمه کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا سیستم نسبولو طرحه بشپړه شوې چې د اقتصادي معاونیت له تایید وروسته به یې چارې پیل شي.

هغه زیاته کړه چې په ننګرهار کې هم په دوو بېلابېلو سیمو کې د ۴۰ – ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا سیستم په جوړولو خبرې روانې دي او قراردادونه به یې وشي.

رحماني وویل، د بلخ د چمتال ولسوالۍ سب‌سټېشن رغولو چارې د ۶۸ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې او نږدې ۱۲۰۰ پېرودونکي له برېښنا برخمن شوي دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د برېښنا شرکت د سوداګرۍ ریاست مرستیال میرویس عطایي وویل چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې ۳۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

نوموړی وایي، تېر کال یې له پخوانیو سیاسیونو او زورواکو ۱۸۶ میلیون افغانۍ پورونه راټول کړي او دغه راز پر دولتي ادارو هم ۱،۵ میلیارد افغانۍ پور پاتې دی چې روان به یې ترې ترلاسه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.