میدانښار (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د میدانوردګو د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت مرکز او درېیو ولسوالیو په څلورو ښوونځیو کې د اتو میلیون افغانیو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د میدانوردګو د پوهنې رییس مولوي محمدعثمان حریت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه رغنیزې پروژې په میدانښار، جلرېز، نرخ او مرکز بهسود ولسوالیو په څلورو ښوونځيو کې پیل شوې.
هغه وویل چې په یادو رغنیزو پروژو کې د ښوونځیو احاطوي دېوالونو او تشنابونو رغول او د څاګانو کېندل شامل دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، یادې پروژې د نړۍوال بانک په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي او چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن