کابل (پژواک، ۲۰غویی ۱۴۰۳): د قوشتېپې جام سیالیو په لړ کې مس عینک لوبډلې سپین غر ته او بُست لوبډلې بیا بند امیر ته ماتې ورکړه.
په دغو سیالیو کې نن لومړۍ لوبه د سپینغر او مسعینک زون لوبډلو ترمنځ وشوه.
په دې لوبه کې د سپین غر لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې جوړې کړې.
په توپوهنه کې د سپین غر لوبډلې له لوري عصمت عالم ۳۸، سمیعالله شینواري ۳۲ او یوسف شاه ۱۶ مندې وکړې.
همدارنګه په توپاچونه کې د مس عینک لوبډلې له لوري ضیاالرحمن دوه، محمدریاض، وحید الله ځدراڼ او یما عرب د سپینغر لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.
بلخوا بیا د مس عینک لوبډلې یاد هدف په شلم اوور کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د سپین غر لوبډلې ته یې د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه.
د مس عینک لوبډلې له لوري افسر ځاځي ۵۴، محب تسکین ۲۲ او برکتالله ابراهیم ۱۷ منډې وکړې.
د سپین غر لوبډلې له لوري په توپاچونه کې افتاب عالم څلور، نصیر خان دوه، بریداحمد او بابر خان د مس عینک لوبډلې یو – یو لوبغاړی وسوځول.
دغهراز، د قوشتېپې جام سیالیو نننۍ دویمه لوبه د بند امیر او بست زون لوبډلو ترمنځ وشوه.
په یاده سیالۍ کې د بست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې وکړې.
د بست لوبډلې له لوري په توپوهنه کې نعمان شاه ۸۶، حضرت الله ځاځي ۶۴، نجیب الله ځدراڼ ۵۳ او رحمت شاه ۲۰ منډې وکړې.
بلخوا، د بند امیر لوبدلې یاد هدف پوره نه شو کړای او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې په شل اوورونو کې ۲۱۹ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر یې بست لوبډلې ته لوبه وبایلله.
د بند امیر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې شمسالرحمن ۸۴، صدیقالله اتل ۶۳، هارون خان ۲۹ او محمداصف ۲۳ منډې وکړې.
دغهراز د بست لوبډلې له لوري په توپاچونه کې ناصر جمال دوه، بشیراحمد، فریدون، سمیعالله او عاقل خان د بند امیر لوبډلې یو – یو لوبغاړی وسوځول.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن