ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيمې اوسېدونکي: د ننګرهار په باريکاب سيمه کې د رامنځته شوي جنجال څېړنه دې وشي

د سيمې اوسېدونکي: د ننګرهار په باريکاب سيمه کې د رامنځته شوي جنجال څېړنه دې وشي

author avatar
11 May 2024 - 07:12
د سيمې اوسېدونکي: د ننګرهار په باريکاب سيمه کې د رامنځته شوي جنجال څېړنه دې وشي
author avatar
11 May 2024 - 07:12

ننګرهار (پژواک، ۲۱ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د مرکز باريکاب سيمې اوسېدونکي وايي، د دوی د اوسېدو ځای پر سر د رامنځته شوي شخړې څېړنه دې وشي او په قضیه کې ښکیل کسان دې محاکمه شي، خو ځایی چارواکي وايي، دا موضوع د ا.ا له مشرانو سره شريکه شوې ده.

پرون د سيمې يو شمېر اوسېدونکو وروسته له هغې چې ځايي چارواکو د نوي ګمرک لپاره دجوړېدونکي احاطې کارونه پيلول، لاريون پيل کړ او د پنځو ساعتونو لپاره يې د جلال اباد – تورخم لويه لاره د ترافيکو پر مخ وتړله.

د لاريون پر مهال د امنيتي ځواکونو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ اخ و ډب هم شوی چې په پايله کې يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د سيمې قومي مشران وايي، د دغې پېښې څېړنه بايد وشي او هغه کسان چې د لاريونوالو په مړينه تورن دي بايد محکمه او قانوني سزا ورکړل شي.

د سيمې يو قومي مشر ملک نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه سيمه کې د کوچيانو شاوخوا ۷زره کورنۍ اوسېږي چې له تېرو شاوخوا ۳۵ کلونو راهېسې په دغه سيمه کې هستوګنه لري.

هغه زياه کړه: «څرنګه چې د افغانستان هر ولايت خپل کوچي مېشتي لري، موږ د ننګرهار ولايت کوچي مېشتي يو او له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده، دغه ساحه چې موږ په کې اوسېدلي يو او اباديانو مو په کې جوړې کړې دي، دغه ساحه دې موږ ته راکړل شي.»

يو بل قومي مشر منتدار احمدزي هم وويل، دوی په دغه سيمه کې له اړې ورځې اوسېږي او وايي، دلته سيمه کې د ښوونځيو، مدرسو سربېره ورته حکومتي روغتيایي مرکز هم جوړ شوی دی.

يو بل قومي مشر حاجي اپريدی کوچی وايي، حکومت دې د دغې پېښې څېړنه وکړي او په قضيه کې د ښکېلو کسانو محاکمه دې وکړي او قانوني سزا دې ورکړي.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په سيمه کې اوسمهال وضعيت تر کنټرول لاندې دی، لاره د تګ راتګ پر مخ خلاصه ده او دا موضوع هم د اسلامي امارت له مشرانو سره شريکه شوې ده.

د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک ته وويل، جنجال د ګمرک په ځمکه رامنځته شوی.

ده وویل چې دوې مياشتې وړاندې د سيمې خلکو ته خبر ورکړل شوی وو چې د نوي ګمرک د جوړېدو په موخه دې سيمه پرېږدي، خو کله چې پرون اړوندو ادارو په سيمه کې کار پيل کړ، ځايي اوسېدونکو پرې وسله وال حجوم ورووړ.

هغه زياته کړه: «کله چې پرون دغه دوې مياشتې پوره شوې، بعضې مغرضو کړيو په لمسون باندې، کله چې امنيتي ځواکونو او د ګمرک مسوولينو دلته کار شروع کړ، کوچيانو ورونو پرې مسلحانه حمله وکړه، چې د اخ و ډب او متقابلو ډزو په پايله کې ناتاييد شوي راپورونه وايي چې دوه کسان وژل شوي او څلور کسان يې زخميان دي.»

دغه راز د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق الله قريشي بدلون هم پژواک ته وويل، په سيمه کې اوسمهال وضعيت کنټرول شوی، موضوع په مشروط ډول حل شوې چې په اړه به يې وروستۍ پرېکړه د اسلامي امارت د مشرانو لخوا کېږي.

هغه زياته کړه: «يو شمېر مغرضو رسنيو چې تبلغات خپاره کړي وو چې سيمه کې کوچيانو ورونو بغاوت کړی، دا حقيقت نه لري.پرون فيصله وشوه چې ګمرک به کار نه کوي او خلک به لاريون ختموي، في الحال موضوع مشرتابه ته استول شوې چې وروستۍ پرېکړه به د مشرتابه له خوا کېږي.»

د يادولو وړ ده چې دغه سيمه د ننګرهار کانال د پنځم فارم اړند ده چې د حکومت د پرېکړې له مخې د نوي ګمرک جوړېدو ته ځانګړې شوې ده

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.