ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ۲۴ غويی ۱۴۰۳): د غزني په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک ته وویل چې نن له غرمې وروسته د غزني ښار اړوند د کابل - کندهار پر لویه لار د روضې کوتل په سیمه کې د یوه فېلډر او باروړونکي موټر ترمنځ ټکر شوی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

ده وویل چې ټپیان د لویې لارې ساتونکو له لوري روغتون ته لیږدول شوي خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

سرحدي زیاته کړه چې پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطي له امله رامنځته شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.