جلالاباد (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د لوړو زدهکړو سرپرست وزير ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې یوه غونډه کې ویلي، د هر پوهنځي او څانګې محصل بايد د عصري زدهکړو ترڅنګ ديني پوهه هم ولري.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم دا څرګندونې ننګرهار پوهنتون کې د تعليمالاسلام ازموينې ممتازو محصلينو ته د ستاینلیکونو د ورکړې په غونډه کې کړې دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د غويي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ليکلي چې د لوړو زدهکړو سرپرست وزير پرون ننګرهار ته تللی و.
د سرچينې په وينا، د لوړو زدهکړو وزير شيخ ندامحمد نديم په دغه غونډه کې وويل، ځوانانو ته د تعليمالاسلام کتاب زدهکړه ډېره مهمه ده او د هر پوهنځي او هر مسلک محصل بايد د عصري زدهکړو ترڅنګ ديني پوهه هم ولري.
نوموړي محصلينو ته لارښونه وکړه چې خپل دين، وطن او والدينو ته ژمن واوسي او د خپلو عصري زدهکړو ترڅنګ دينې زدهکړې هم وکړي.
دغهراز، د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيداحمد بنوري په یاده غونډه کې وویل چې نړۍ په زدهکړو او تعليم سره پرمختګ کړی دی.
هغه ګاونډيو هېوادونو ته په اشارې زیاته کړه، هلته مذهب هېڅوک له زدهکړو او پرمختګ نه دي په شا کړي او له محصلينو يې وغوښتل چې د خپل مذهب او عقيدې په ساتلو سره نورو برخو کې هم زدهکړې وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن