[restrict paid="true"
فیضاباد (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): بدخشان کې امنیتي مسوولین وایي، هغه «ناوړه استفادهکوونکي او مخرب» کسان - چې د دغه ولایت ارګو ولسوالۍ کې یې خلک د کوکنارو د له منځه وړو کمپاین مخنیوي لپاره هڅول، نیول شوي دي.
بدخشان کې د عمر ثالث ۲۱۹مې فرقې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې د خلکو اعتراض د دغه اقدام د عاملینو په نیول کېدو پای ته ورسېدل.
خبرپاڼه کې د ۸مې سرحدي لوا د ارکان د رییس غلام فاروق نبرد له قوله چې په ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو کښتونو د له منځه وړو کمپاین کې برخه لري، راغلي: «نن د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې خلکو د یو شمېر مخربو کسانو په هڅونه د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په اعتراض لاس پورې کړ او غوښتل یې د تاوتریخوالي په جوړولو د کوکنارو د له منځه وړو مخنیوی وکړي.»
هغه ویلي چې امنیتي ځواکونو له خلکو سره کوم تند چلند نه دی کړی.
دغه راز، د عمر ثالث ۲۱۹مې فرقې د ارکان رییس مولوي محبوبالله حامد چې په سیمه کې دی وایي: «هغه څو ناوړه استفادهکوونکي چې خلک یې هڅولي وو، ونیول شول، خلک بېرته خپلو کورونو ته ولاړل او مجاهدین له کومې ستونزې پرته خپله دنده ترسره کوي.»
خو د سیمې اوسېدونکي چې نه غواړي نوم او ځای یې په راپور کې یاد شي، ادعا کوي چې په برلاس کلي د لاریونوالو او امنیتي کسانو ترمنځ نښته شوې او مرګژوبله هم لري.
دا په داسې حال کې ده چې د غويي په ۱۴مه د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو لړۍ د امنیتي ځواکونو او کروندګرو ترمنځ د نښتو او لاریونونو لامل شوه چې په پایله کې یې دوو لاریونکوونکو ژوند له لاسه ورکړ.
اسلامي امارت د یادو نښتو د ژورې څېړنې په موخه د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت په مشرۍ پلاوی ټاکلی څو دې برخه کې هر اړخیزې څېړنې وکړي او د ریاستالوزراء مقام ته بشپړ راپور وړاندې کړي.
لوی درستیز بدخشان ته د سفر پر مهال ټینګار وکړ چې د یو شمېر کروندګرو جنجال او لاریونونه د کوکنارو د له منځه وړلو لړۍ نه شي ځنډولی، دا لړۍ به دوام مومي او د کوکنار کښت به په ټولو ولایتونو کې صفر ته رسېږي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن