پلخمري (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): بغلان ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت راغلي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه شوي او ۲۶۵ نور ټپيان دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت مرستیال مولوي ضیاءالحق حقمل نن بغلان ولایت کې د خبري کنفرانس پر مهال وویل، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه او ۲۶۵ نور ټپيان شوي دي.
هغه وویل، د مرګژوبلې دا شمېرې یې د بېلابېلو مسوولو ادارو د رسمي سروېګانو پر اساس ترلاسه کړې دي.
ورته مهال، د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وایي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې او مالي زیان په اړه سروې لا هم دوام لري.
هغه زیاتوي، سېلابځپلو سیمو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې او ترڅنګ یې د ویجاړو شوو لارو او کورونو د بیارغونې چارې هم پیل شوې دي.
د ورکړل شوو رسمي شمېرو له مخې وروستیو سېلابونو دغه ولایت کې د مرګژوبلې ترڅنګ څه باندې څلور زره استوګنیز کورونه هم په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن