پلخمري (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): بغلان کې د سمنګان او بغلان ولایتونو د شلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ تېره ورځ د «وحید افغان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د بغلان او سمنګان ولایتونو د شلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ چې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې، تېره ورځ یې وروستۍ لوبه ترسره شوه.
د یادو سیالیو تنظیموونکي محمدالله شینا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو شپږ اووریزه سیالیو اتلولي د بغلان اړوند «وحید افغان» لوبډلې خپله کړه.
هغه وايي، له یادو لوبو څخه یې موخه د ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ همغږي او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
ورته مهال د ګټونکې لوبډلې مشر وحید افغان وايي، له پیله تر پایه یې ښې لوبې ترسره کړې او غوښتنه کوي چې په راتلونکې کې دې هم ورته دغه ډول سیالۍ جوړې شي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن