ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني ښار (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳ ): د غزني ورزشي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز اړوند ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال یوه میاشتنۍ سيالۍ د «یوازېني قهرمان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادي سیالۍ د غزني مرکز اړوند د قلاتي کلي په ورزشي ډګر کې د ورزشي ادارې په همغږۍ ترسره شوې.

نوموړي وویل، دا سیالۍ یوه میاشت مخکې پیل شوې وې چې پای لوبې د «یوازېني قهرمان» او «ایثار قلاتي» لوبډلو لار موندلې وه.

ده وویل چې «یوازېني قهرمان» لوبډلې خپل سیالۍ لوبډلې ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه او اتلولي یې ترلاسه کړه.

هغه زیاته کړه، د دغه ټورنمنټ د ترسره کولو موخې د ورزشکارانو یووالی، پیوستون او تفریح دي.

ورته وخت کې د فوټسال یو شمېر لوبغاړي د دغه ډول سیالیو ترسره کول اړین بولي.

یوه لوبغاړي منیر فیضي پژواک ته وویل، د بدني روزني اداره دې دغه ډول سیالۍ په مرکز او ولسوالیو کې ترسره کړي څو د ورزشکارانو تجربې ډېرې شي.

د یادونې ده چې د نننۍ سیالۍ له پای لوبې وروسته غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او جایزې ورکړل شول.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.