ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو ټپي دی

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو ټپي دی

author avatar
20 May 2024 - 09:29
لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو ټپي دی
author avatar
20 May 2024 - 09:29

مهترلام (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): د لغمان ځايي مسوولین وايي، د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند خېروخېلو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د لغمان د والي ویاند عبدالمالک افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا اته بجې د کابل ــ جلال‌اباد پر لویه لار د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند خېروخېلو سیمه کې د یو ټېلر او ویکسار موټر ترمنځ د ټکر له امله په ویکسار کې ناست پنځه کسان مړه شوي او د ټېلر چلوونکی ټپي شوی دی.

افغان وویل، پېښه کې د مړو شوو کسانو جسدونه او ټپي د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه، پېښه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي له امله رامنځته شوې ده.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.