Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شو

ایبک (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): د سمنګان ځایي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز او ځيني ولسوالیو کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین له پیلېدو خبر ورکړی دی.

د سمنګان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر خلیل کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپاین د ایبک ښار اړوند شریک‌یار او رباتک کلیو، حضرت‌سلطان او دره‌صوف ولسوالیو کې پیل شوی دی.

کریمي زیاته کړه، د ملخانو په هجوم سره هر کال د دغه ولایت ډېر کروندګر زیانمنېږي.

نوموړي وویل: «د کرنې ریاست سږ کال هم لکه د تېرو کلونو په څېر مخکې له دې چې ملخان زیان واړوي، د هغو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړ، که اوس د هغوی د هجوم مخه ونه نیول شي، وروسته به بزګر زیانمن کړي.»

هغه وویل، د سمنګان د کرنې ریاست د نباتاتو ساتنې برخې یو ټيم چې په مسلکې ډول یې روزنه لیدلې، زیانمنونکو سیمو ته استولی او دغه ټيم په ډله‌ییز ډول د سیمې خلکو ته هم روزنه ورکړې، څو هغوی هم د دغه طبیعي افاتو د له منځه وړلو په موخه د کرنې له ریاست سره همکاري وکړي.

هغه وایي، هڅه کوي څو د دواپاشۍ له لارې د ملخانو د هجوم مخه ونیسي.

بلخوا، ځيني کروندګر د کرنې له ریاسته غواړي چې دغه ولایت کې دې د ملخانو د له منځه وړلو په موخه خپله مبارزه چټکه کړي.

د حضرت‌سلطان ولسوالۍ یو کروندګر خال‌مراد وایي: «اوس زموږ په ځمکو او باغونو کې لږ لږ ملخان پیدا شوي که د دغو مخه ونه نیول شي، راتلونکې کې به زموږ ټولې ځمکې له منځه یوسي، د ملخانو هجوم موږ هر کال اندېښمنوي او سږ کال هم زه شخصاً ډېره وېره لرم چې د ځمکو او باغونو حاصلات له منځه یو نه سي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.