ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 «د امپراطوریو هدیرې په توګه د افغانستان په اړه د بایډن اعتراف زموږ د تاریخ ویاړمنه برخه ده»

 «د امپراطوریو هدیرې په توګه د افغانستان په اړه د بایډن اعتراف زموږ د تاریخ ویاړمنه برخه ده»

author avatar
25 May 2024 - 12:23
 «د امپراطوریو هدیرې په توګه د افغانستان په اړه د بایډن اعتراف زموږ د تاریخ ویاړمنه برخه ده»
author avatar
25 May 2024 - 12:23

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د امریکا ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان د امپراطوریو هدیره یاد کړی، خو انس حقاني د هغه دغه څرګندونه د هېواد د تاریخ ویاړمنه برخه بللې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ د کینیا له ولسمشر ویلیم روټو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، افغانستان د امپراطوریو هدیره ده او د خلکو یوموټی کېدل یې ستونزمن کار دی.

په دغه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، په افغانستان کې د داعش ډلې ځپلو لپاره دغه هېواد ته د تلو پر ځای نورې لارې هم شته خو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

خو د اسلامي امارت یوه لوړپوړي غړي انس حقاني د بایډن یادو څرګندونو غبرګون کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «افغانستان واقعاً د یرغلګرو امپراطوریو هدیره ده او د امریکې د ولسمشر دا اعتراف زموږ د تاریخ ویاړمنه برخه جوړوي؛ خو د بایډن دا «پاراډایم» چې افغانان متحد نه دي، ناسم دی، دا دی زموږ د نفاق لپاره د دوی د بېلیونونو ډالرو لګېدا نتیجه نه ده ورکړې.»

دغه راز، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ملي راډیو ته د امریکا د ولسمشر څرګندونو په اړه ویلي، افغانستان ټول یو ملت دی او د تاریخ په اوږدو کې دسیسې نه دي توانېدلې چې دا ملت سره جلا کړي.

د اسلامي امارت ویاند دغه راز زیاتوي چې داعش په افغانستان کې د امریکا د شتون پر مهال رامنځته شوې ډله وه او د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته د اسلامي امارت ځواکونو دغه ډله په کلکه وځپله.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.