چاریکار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): پروان کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ په بازار کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحیم مسکینیار وايي، پرون شپه د دغه ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ په بازار کې د دوو موټرسایکلونو ترمنځ د ټکر له امله یو کس مړ او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
مسکینیار وايي، یاده قضیه د پروان امنیې قوماندانۍ د ترافیک مدیریت تر څېړنې لاندې ده.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن