پروان کې د موټرسایکلونو د غلا په تړاو درې کسیزه ډله نیول شوې
د پروان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د موټرسایکلونو د غلا په تړاو درې کسیزه ډله له ۱۱ غلا شوو موټرسایکلونو سره نیول شوې ده. د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار…
د پروان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د موټرسایکلونو د غلا په تړاو درې کسیزه ډله له ۱۱ غلا شوو موټرسایکلونو سره نیول شوې ده. د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار…
د پروان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې له تېرو جګړو د پاتې یوې سرګلولې چاودنې له امله یو ۲۰ کلن ځوان وژل شوی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.…
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، هغه یو کس چې درې کاله مخکې یې په پروان ولایت کې د خپل تره د کورنۍ دوه غړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي وو، نیولی دی. د…
د پروان ولایت مسوولین وايي چې به دغه ولایت کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله اته کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی. د پروان ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر…
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د ارغوان ګل کلنۍ مشاعره کې ویلي چې شاعران او لیکوالان باید خپلې لیکنې د شریعت په چوکاټ کې د ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او مثبتو پیغامونو پر بنسټ وړاندې…
د پروان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې هغه شپږ کسیزه ډله نیولې چې ځانونه به یې د مخابراتي شبکو استازي معرفي کول او د جعلي ډالیو په پلمه یې له خلکو سلګونه…
د ټولګټو وزارت وایي چې د پروان د کوهصافي د ۲۰ کیلومتره سړک رغولو او د بګرام له دوه لارې تر جبلالسراج ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د پاتې چارو بشپړولو پروژو تړونونه لاسلیک شول.…
په پروان ولایت کې د «استقلال جام» والیبال سیالۍ چې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د سیدخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. یادې سیالۍ د پروان د ولایت مقام په مالي ملاتړ…
د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په چهارده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه وکړی او دوه نور ټپیان شوي دي. د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم…
د پروان امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان د یوه کس د قتل او د دوو ښځو په ګډون درې کسان د غلا په تور نیولي دي.
د فوټسال سیالۍ چې یوه میاشت مخکې د پروان د مرکز او ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ په دغه ولایت کې پیل شوې وې، د ويایپي (VIP)لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د پروان د بدني…
د تکواندو لومړی پړاو سیالۍ د پروان ولایت په کچه د شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو په ګډون د «دوستۍ جام» تر سرلیک لاندې ترسره شوې او د امید پروان کلب د اتلولۍ مقام خپل کړ. یادې…
د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي چې د دغه ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په «مرکخېل» او «پشته قلاتک» کلیو کې د نړۍوال بانک په ۱۱ میلیون مالي مرسته د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړیږي.
د پروان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «هوفیان شریف» په نوم سیمه کې د غیرقانوني کیندنو او تاریخي اثارو ترلاسه کولو په موخه د پټې هڅې په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې د پروان ولایت په سیاهګرد او کوهصافي ولسوالیو کې سېلابونو لسګونه جرېبه کرنیزه ځمکه، څه باندې دوه کیلومتر سړک، د کانالونو ۲۱ سربندونه او دوه کورونه ویجاړ کړي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په لولنج سیمه کې ۱۵ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ضبط شوي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په قولهیر دره کې د نړۍوال بانک د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي چې پروان او پنجشېر ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په سرخپارسا ولسوالۍ کې د «ناسم پوهاوي» له امله پر امنیتي کسانو ډزو کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د پروان ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه ولایت په مرکز او شینواري ولسوالۍ کې د دوو جلا قضیو په تړاو پر یوه سړي او یوې ښځې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د پروان په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۴۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷۵ بېلابېلو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.