چاریکار (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د پروان ولایت د شیخعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو موټرو د ټکر له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار وایي، پرون دوشنبې له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د شیخعلي ولسوالۍ د بیدقول په سیمه کې یوه مسافروړونکي فلانکوچ ډوله موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د مسافر وړونکي موټر پنځو سپرلیو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوې دي.
مسکینیار وویل، د باروړونکي موټر چلوونکی د شیخعلي ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په توقیف کې دی او د پېښې د لامل معلومولو په موخه د ترافیکو مدیریت څېړنې روانې دي.
شیخعلي ولسوالي د پروان او بامیان ولایتونو ترمنځ پر نښلوونکې لارې پرته ده؛ هغه غرنی لار چې وخت ناوخت پهکې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.