Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د «ناسم پوهاوي» له امله ډزو کې دوو امنیتي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

چاریکار (پژواک، ٦ چنګاښ ١٤٠٤): د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په سرخ‌پارسا ولسوالۍ کې د «ناسم پوهاوي» له امله پر امنیتي کسانو ډزو کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د پروان امنيه قوماندانۍ وياند فضل‌الرحیم مسکین‌یار د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پېښه وړمه شپه رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د پروان ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ کې څو تنه مجاهدین له مخکينۍ همغږۍ پرته د عملیاتو اراده کوي، چې د دوی دا چاره د سیمې سره نږدې یوه کورنۍ چې مخکینۍ دښمني لري مشکوکه کوي او د سوءتفاهم له مخې پر مجاهدینو ډزې کوي چې په پایله کې د پکتیکا اوسیدونکی مجاهد همت بدري په شهادت رسیږي او یو تن بل مجاهد زخمي کیږي.»

سرچینه زیاتوي چې د پېښې مظنونین د پلټنو په موخه نیول شوي او د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ «دا پېښه ترور او امنیتي نه ده او نه د کومو  شخصي بدو له امله رامنځته شوې»، بلکې په تېروتنې او د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې پېښه ده.

‏خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه نورې ګنګوسې حقیقت نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.