ژبه

پروان کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

<p style="text-align: justify;">چاریکار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د پروان ولایت په سیاه‌ګرد او کوه‌صافي ولسوالیو کې سېلابونو لسګونه جرېبه کرنیزه ځمکه، څه باندې دوه کیلومتر سړک، د کانالونو ۲۱ سربندونه او دوه کورونه ویجاړ کړي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">پروان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د اماده‌ګۍ رییس مولوي عبدالعلیم افضلي وايي دغه سېلابونه د تېرې شپې د ورښت له امله د دغه ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالۍ په فندقستان او د کوه‌صافي ولسوالۍ په مندیقول سیمه کې را وتلي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د نوموړي په وینا، د دغو سېلابونو له امله لسګونه جرېبه کرنیزه ځمکه، څه باندې دوه کیلومتر سړک، د کانالونو ۲۱ سربندونه، دوه د استوګنې کورونه او لسګونه مېوه لرونکي او بې‌مېوې ونې له منځه تللې دي.</p>

<p style="text-align: justify;">افضلي زیاته کړه چې دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي ځايي اوسېدونکو ته تر دې ډېر زیانونه اوښتي وي.</p>

ورته موضوع