Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې یوه سړي او ښځې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

چاریکار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د پروان ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه ولایت په مرکز او شینواري ولسوالۍ کې د دوو جلا قضیو په تړاو پر یوه سړي او یوې ښځې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان لومړنۍ ښاري محکمې یوه ښځه د زنا په تور په ۳۹ دورې تعزیري سزا محکومه کړې وه.

سرچینې لیکلي چې دغه پرېکړه د سترې محکمې له تایید وروسته نن د پروان د لومړنۍ ښاري محکمې په انګړ کې د مسوولینو او عامو خلکو په شتون کې تطبیق شوه.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، یو کس چې د لغمان د دولت‌شاهي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی، د پروان له شینواري ولسوالۍ د یوې واده شوې ښځې د تښتولو په تور په څلور کاله تنفیذي بند او ۳۵ درو تعزیري سزا محکوم شوی و.

سرچینې زیاته کړې چې د دورو دغه حکم نن په شینواري ولسوالۍ کې په عام محضر کې پر یاد کس تطبیق شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.