کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر ولاړ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري تېره ورځ ماښام د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر شاهي دولت په رسمي بلنه هغه هېواد ته په سفر ولاړ.

سرچینې ویلي چې د یاد وزارت سرپرست به په دغه رسمي سفر کې د قطر د کار له وزیر او ځینو نورو لوړپوړو دولتي چارواکو او مسوولینو سره وګوري.

سرچینه کاږي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د سفر موخې په قطر هېواد کې د مېشتو افغان کارګرو ستونزو ته د قانوني لارو چارو لټول او له ټولو مهمه، قطر هېواد ته په قانوني توګه د ماهرو او نيمه ماهرو افغان ګارګرو د لېږد پروسه ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت سرپرست به د یادې موضوع په تړاو د قطر هېواد له مسوولو چارواکو سره هراړخيزې خبرې اترې وکړي.