ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

خوست کې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

author avatar
30 May 2024 - 14:21
خوست کې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی
author avatar
30 May 2024 - 14:21

خوست ښار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال د دغه ولايت د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

هغوی وايي، سږ کال د غنمو فصلونه له ږلۍ او نورو طبيعي افتونو څخه وژغورل شول چې له همدې امله حاصلات یې هم ډېر دي.

د دغه ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست سلاکار بهيرګل صابري پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر کال دوی له ۱۷ زره هکتاره ځمکې څخه نږدې ۷ زره ټنه د غنمو حاصلات ترلاسه کړي وو.

دی وايي، سږ کال سره له دې چې د غنمو حاصلات په بشپړ ډول لا نه دي راټول شوي، خو د دوی د اټکل له مخې ښايي له ۱۰ زرو ټنو هم واوړي چې د تېر په پرتله ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.

هغه وويل: «باوجود چې اوس د رفع حاصل په حالت کې موقعيت لري خو په مجموع کې حاصلات ډېر ښه دي. يو علت يې دا دی چې زموږ حاصلات د طبيعي افتونو ږلۍ څخه وژغورل شول، بل وتوانېدو ۱۴۰۲ کال کې ۱۰ زره بزګرانو باندې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ورسره کيمياوي کوډ هم ووېشو.»

په همدې حال کې د دغه ولايت کروندګر هم خوښ دي چې د نورو کلونو په پرتله يې د غنمو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی.

د تڼيو ولسوالۍ يوه ګروندګر بخت‌الله پژواک ته وويل، سږ کال بارانونه ډېر وو چې له امله يې د غنمو فصلونه هم ډېر ښه وو.

دی وايي: «‎الحمدالله په دا ډېرو کلونو کې دا ډول غنم نه وو شوي لکه سږ کال چې وشول. سږ کال ځکه چې نه ږلۍ شوې ده او بارانونه ډېر په وخت وشول. اوس الحمدالله د للمو او د اوبيزو ځمکو د غنمو حاصلات ټول يو ډول دي او ښه دي.»

په همدې حال کې ځيني نور کروندګر بيا وايي، د غنمو کوم اصلاح شوي تخمونه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له خو پر دوی وېشل شوي، ټولو ته نه دي رسېدلي او کيفيت يې هغه ډول نه دی، لکه څه ډول چې د دوی تمه وه.

یوه کروندګر عيدمحمد وويل: «موږ چې څومره خواري او مصرف کړی د تخم حاصل په هغه ډول نه دی، نو تخومونو باندې ډېر کار په کار دی. زموږ نه ښه خاوره په دنيا کې نشته، خو فصلونه مو کمزوري دي، علت يې دا دی چې د تخمونو اصلاح مو کمزورې ده.»

ورته مهال د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، پلان لري سږ کال د دغه ولايت پر ۲۳ زره کروندګرو د غنمو باکيفيته اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره ووېشي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.