Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیه قومانداني: مزارشریف ښار کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي

مزارشریف (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له امنیتي کسانو سره په نښته کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د بلخ مرکز مزارشریف ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، یاد غله لومړی د نهمې حوزې د ګزمې ټیم له خوا پېژندل شوي او د تښتېدو هڅه یې کوله چې وروسته له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د وژل شوو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.