کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال په اردن کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون کړی دی.
د ټولګټو وزارت له خوا تېره ورځ خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال بختالرحمن شرافت په اردن د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې (UIC) کلنۍ غونډه کې د افغان سرپرست حکومت په استازیتوب ګډون وکړ.
سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې د سیمې په کچه د رېلپټلۍ خدمتونو پر یو شانوالي، ډیجټلي او برېښنایي کېدو بحث شوی دی.
خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP