اسعداباد (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د کونړ امنیتي مسوولین وایي نن د دغه ولایت د مرکز اسعداباد ښار لومړۍ حوزې مربوطاتو کې د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د کونړ د امنيې قومانداني د مطبوعاتو مسوول فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته د اسعداباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند کرهالې پله ته څېرمه د یوه هوټل مخې ته ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې ده.
هغه وویل: «نن له غرمې وروسته شاوخوا دوهنیمې بجې د اسعداباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند کرهالې پل ته څېرمه د یوه هوټل مخې ته د ځای پرځای شوي ماین چاودنې له امله څلور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.»
هغه زیاتوي، ټپيان په وخت ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د چاودنې مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP