ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان: د کرکټ پر ملي لوبډله باوري یم او ښې لوبې به ترسره کړي

راشد خان: د کرکټ پر ملي لوبډله باوري یم او ښې لوبې به ترسره کړي

author avatar
3 Jun 2024 - 11:47
راشد خان: د کرکټ پر ملي لوبډله باوري یم او ښې لوبې به ترسره کړي
author avatar
3 Jun 2024 - 11:47

کابل (پژواک، ۱۴ عبرګولی ۱۴۰۳): افغان لوبډلمشر راشد خان وایي، دوی د کرکټ نړۍوال جام سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري او پر خپله لوبډله باوري دی چې ښې لوبې به ترسره کړي.

راشد خان دغه څرګندونې تېره ورځ په وېسټ‌انډيز کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وکړې.

د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالۍ پرون پیل شوې چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا له یوګاندا سره وکړي.

د کرکټ ملي لوبډلې او د یوګاندا ترمنځ لوبه به د افغانستان په وخت د سهار پنځه بجې په وېسټ‌انډيز کې ترسره شي.

راشد خان په دغه خبري کنفرانس کې ویلي چې د کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه له یوګاندا سره ده او دوی به هڅه وکړي چې ښه لوبه ترسره کړي.

هغه ویلي، د کرکټ ملي لوبډله به له یوګاندا وروسته له نیوزلېنډ، پاپو نیوګینه او وروستۍ لوبه له وېسټ‌انډيز سره ترسره کړي، دا لوبې اسانه نه دي او شل اووریز کرکټ کې هره لوبډله کولی شي چې یو بل ته ماتې ورکړي.

هغه زیاتوي: « څومره چې موږ تیاریانې نیولي او څنګه چې لوبډله ده، پر لوبډله باوري یم او دوی به میدان کې ښه ځلېږي، ښې لوبې به ترسره کړي.»

نوموړی وايي، دا لوبې د افغانستان پر وخت سهار وختي ترسره کېږي، خو ښه خبره دا ده چې خلک به لمانځه ته پاڅېږي او دوی به په دعاګانو کې یاد ساتي.

د هغه په خبره، ټول لوبغاړي دا هڅه کوي چې په میدان کې ښه وځلېږي، هېواد ته خوشحالي راوړي او د دوی مینوال دې دعاوې ورته وکړي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په شل‌اووریز نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه د تېرې غویي میاشتې په ۲۷مه وېسټ‌انډيز ته تللې او هلته یې د دغه جام د چمتووالي په موخه تمریني کمپ ترسره کړ.

کرکټ ملي لوبډلې دغه جام ته د چمتووالي په موخه دوه تمریني لوبې هم ترسره کړې چې لومړۍ یې له عمان سره د ورښت له امله بې پایلې شوه او په دویمه لوبه کې یې بیا درې ورځې مخکې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده، د نړۍوال جام سیالۍ د جون میاشتې په ۲۹مه پای ته رسېږي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.