ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: افغانستان کې د مدرسو په اړه د ځینو ګاونډيو هېوادونو اندېښنه بې‌ځایه ده

حنفي: افغانستان کې د مدرسو په اړه د ځینو ګاونډيو هېوادونو اندېښنه بې‌ځایه ده

author avatar
4 Jun 2024 - 16:58
حنفي: افغانستان کې د مدرسو په اړه د ځینو ګاونډيو هېوادونو اندېښنه بې‌ځایه ده
author avatar
4 Jun 2024 - 16:58

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د رياست‌الوزراء اداري مرستيال وایي چې ځیني ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې له مدرسو وېره لري، د دوی دغه اندېښنه بې‌ځایه ده؛ ځکه په مدارسو کې داسې څه نشته چې د وېرې لامل وي.

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي دغه څرګندونې نن په کابل پوهنتون کې هغې غونډې ته وکړې چې د دیني مدارسو او پوهنتونونو د ممتازو فاضلانو او محصلینو د ستاینې په موخه جوړه شوې وه.

حنفي پرته له دې چې د کوم ګاونډي هېواد نوم واخلي وویل چې د افغانستان ځیني ګاونډي هېوادونه له مدرسو وېره لري، د دوی دغه اندېښنه بې‌ځایه ده او په مدارسو کې داسې څه نه شته چې څوک ترې وېره ولري.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د ځینو ګاونډیانو افراط‌ ګرایي د دې لامل شوې چې ځوانان له مخربو ډلو سره یوځای شي.

حنفي وایي چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه کوي او له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه ونه کړي.

هغه زیاتوي، که څوک وغواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسه‌وهنه وکړي نو له بالمثل عمل سره به مخ شي.

نوموړي دغه راز وویل چې د افغانستان د تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا د اسلامي امارت په محراق کې ځای لري.

د ده په خبره، نور به د مدارسو او پوهنتونونو ترمنځ واټن نه وي.

حنفي د قزاقستان ولسمشر هغه پرېکړه پر ځای وبلله چې له مخې یې د ا.ا نوم د ممنوعه ډلو له لېسته لرې کړ، په خبره یې چې دغه پرېکړه پر عدالت ولاړه ده او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل چې ورته پرېکره وکړي.

د قزاقستان ولسمشر تېره ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه یې د «ترهګرو ډلو» له نوملړه د «طالبانو» نوم لرې کړ.

د کابل پوهنتون په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم ولس ته ډاډ ورکړ چې د دیني او عصري علومو برخه کې به پوره پاملرنه وکړي.

دی وايي چې یو مسلمان هم دیني او هم عصري علم ته اړتیا لري.

د یادې غونډې په پای کې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د هېواد د یو شمېر دولتي پوهنتونونو او دیني مدارسو ممتاز محصلین او فاضلان په ډالیو وستایل شول.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.