Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ترافیکي پېښې؛ یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ په انګوري بازار کې د یوه زرنج او بل موټرسایکل ترمنځ ټکر شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د زرنج چلوونکی مړ شوی او موټرسایکل‌سپور ټپي دی.

نوموړي دغه راز وویل چې پرون ماښام د اجرستان ولسوالۍ په محمدخېلو سیمه کې یو تراکتور له سړکه اوښتی او چپه شوی چې په کې سپاره څلور کسان ټپیان شوي دي.

د سرحدي په خبره، د یادو پېښو ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري سیمه‌ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

سرحدي د یادو پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.