جلالاباد (پژواک، ۱۷غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري په تېرو پنځو مياشتو کې راټول شوي ۱۸ ټنه بېکيفيته او تاريختېر خوراکي توکي او درمل وسوځول شول.
دا توکي نن د جلالاباد ښار حلقوي سړک ته څېرمه په يوه دښته کې له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس عبدالبصير پاچا په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس کې وويل، په تېرو پنځو مياشتو کې په جلالاباد ښار او ولسواليو کې راټول شوي ۱۸ ټنه بېکیفيته او تاريختېر درمل او خوراکي توکي نن وسوځول شول.
هغه زیاته کړه: «د صنعت او سوداګرۍ رياست په مشرۍ د تاريختېره او بېکیفيته خوراکي توکو او درملو د مخنيوي کمېسيون جوړ شوی چې په کې د ولايت مقام، ښاروالۍ، استخباراتو، قوماندانۍ، مستوفيت او اړوندو نورو ادارو استازي هم وي، جلالاباد ښار او ولسواليو کې وخت ناوخته کمپاينونه ترسره کوو، تاريختېر توکي بيا زموږ ګدام دی هلته يې ځای پر ځای کوو او يو ځل يې سوځوو.»
د ننګرهار د خوړو او درملو رياست استازي ډاکټر نويداحمد دروېش چې دغه پروګرام کې يې برخه اخېستې وه، دا چاره يې د خلکو د روغتيا د ساتنې او د بېکيفيته او تاريختېر خوراکي او روغتيايي توکو د مخنيوي لپاره ګټوره ياده کړه.
دغه راز، د عامې روغتيا رياست استازي ډاکټر امانالله وويل، دا کمپاين د ښار ۹ ناحيو او د ننګرهار ۲۲ ولسواليو کې په وقفه يي ډول روان وي او تر هغه وخته به دوام کوي څو د بېکيفيته او تاريختېرو خوراکي توکو او درملو مخنيوی نه وی شوی.
د يادونې ده چې ننګرهار له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه پروت دی چې کله ناکله ورته تاريختېر او بېکيفيته خوراکي توکي او درمل له همدغو سرحدي سيمو په قاچاقي ډول راوړل کېږي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن