ژبه

د لغمان د بادپښ خلک د منظم بازار او دوکانونو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي

مهترلام (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولسوالي په کچه هیڅ بازار نه‌لري او اړ دي چې د خپلو لومړنیو اړتیا وړ توکو پسې مهترلام ښار ته ساعتونه مزل وکړي.

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اړوند د شاه‌ګلیانو سیمې قومي مشر ملک زیارت‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، ټوله ولسوالۍ کې یوازې دوه محلي دوکانونه لري چې په ډېره کمه اندازه خوراکي توکي په‌کې پلورل کېږي.

نوموړي وویل: «ټول خوراکي او غیرخوراکی توکو پسې مهترلام ښار ته ځو، د موټر له کرایې سره راته هر جنس له اصلي قیمت څخه دوه برابره ګران تمامیږي.»

هغه زیاته کړه، په بادپښ کې د اندروړ درې، سنځلې درې، ګړوچ درې، شاه ګلیان درې، حسنزیي درې او بادپښ درې په نوم شپږ درې دي چې شاوخوا ۱۲ زره کورنۍ په‌کې ژوند کوي.

ورته مهال، د سنځلۍ درې قومي مشر ملک محمدخان هم وايي، دې دره کې نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ ژوند کوي چې د بازار نشتون له امله میاشت کې یو ځل د اړتیا وړ توکو پسې مهترلام ښار ته ځي.

دوی وایي، که حکومت دې ولسوالۍ کې ځانګړی بازار او مارکېټونه جوړ کړي، هم به د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې کمې شي او هم به دولت ته د عوایدو ښه سرچینه شي.

ورته مهال، د دغه ولایت د کور او ښار جوړونې ریاست مسوولین، د بادپښ ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې مني او د حل په اړه یې ډاډ ورکوي.

د یاد ریاست رییس مولوي حسین‌احمد تیلوي وايي، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د بازار نشتون ستونزه ور رسېدلې او هڅه کوي چې له ولایتي ادارې سره په همغږۍ ورته رسېدنه وکړي.

هغه وویل، د لغمان ټولو ولسوالیو لپاره پر داسې پلان کار کوي چې د ښارګوټو او مارکېټونو تر څنګ تفریحي پارکونو، کلینکونو، د لوبو میدانونو او شنو سیمو لپاره په‌کې سیمې په نښه او په راتلونکې کې ورباندې کار پیل کړي.

پادپښ د لغمان په لوېدیځ کې پرته غره‌ییزه ولسوالي ده چې مسوولین یې وايي، په شپږو درو کې شاوخوا ۷۰ لوی او واړه کلي لري چې ۶۰ زره کسان په‌کې ژوند کوي.